۱۱ تنه د بېلابېلو پېښو په تړاو نیول شوي او ۱۲ میله وسلې د ډایاک پروسې ته سپارل شوي دي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۴:۱۴
یسشبشب

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست منسوبیو د څو بېلابېلو اقداماتو په ترڅ کې، ۳ تنه د غلا په تړاو د مقر ولسوالۍ  او ۲ تنه د یوه کور څخه د  ۱۱۰ زره افغانیو د غلا په تړاو د غزني ولایت په واغظ ولسوالۍ کې نیولي دي. 
۳ تنه غله په فراه ولایت کې او ۳ تنه نور د لرګیو د قاچاق په تړاو د کنړ ولایت د درې پیچ ولسوالۍ په اړونده سیمو  کې نیول شوي دي.
دغه راز، د بدخشان ولایت امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې مسوولینو، ۱۲ میله ډول ډول وسلې چې ۷ میله کلاشینکوفونه، ۴ میله تفنګچې او یو میل چره یي پکې شامل دي، جنایي پېښو ته د رسېدو په وخت کې، د مظنونینو او مجرمو کسانو څخه راټولې شوي او د یادې قومندانۍ ډایاک معاونیت ته سپارل شوي دي.