د کابل د شرطې له ښوونیز مرکز څخه ۴۳۲ تنه مداومین فارغ شول
د کورنیو چارو وزارت اړوند د ښوونې او روزنې لویې قوماندانۍ د کابل د شرطې ښوونیز او روزنیز مرکز د ۲۴مې دورې ۴۳۲ تنه مداومین، د یوې میاشتې اساسي، عقیدوي او مسلکي زدهکړو له بشپړولو وروسته فارغ شول. د فراغت په مراسمو کې د ښوونې او روزنې لوی قوماندان پاسوال قاري روحالله عبیده، د کابل د ښوونیز مرکز قوماندان الحاج مل پاسوال مولوي قندآغا «سحاق»، د کورنیو چارو وزارت د حمایوي لوا ځواکونو قوماندان مل پاسوال مولوي عبدالله یاسر او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و. د ښوونې او روزنې لوی قوماندان فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د استادانو هڅې وستایلې او له فارغانو یې وغوښتل چې ترلاسه کړې زدهکړې په عملي ډګر کې وکاروي، امانتداري، انضباط، اخلاص او غوره اخلاق خپل کړي او له ولس سره د ښه چلند له لارې د خلکو باور لا پیاوړی کړي. همداراز مسؤلینو پر اخلاص، مسؤلیتپالنې او د اسلامي او مسلکي زدهکړو پر عملي کولو ټینګار وکړ. په پای کې ۴۳۲ تنو فارغانو ته تصدیقپاڼې ووېشل شوې او مراسم د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.