د پکتیا ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي چارو معینیت د تعمیراتو لوی ریاست د تأسیساتو رئیس، مولوي فضل الرحمن حقاني، د پکتیا ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده. په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د پکتیا ولایت امنیه قوماندان مولوي شیرعلي جندالله، یو شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی و. د یادې پروژې ټولیز ارزښت ۲۲ میلیونه، ۹۰۹ زره او ۶۸۵ افغانۍ دی چې د کورنیو چارو وزارت له بودجې تمویلېږي او ټاکل شوې ده چې رغنیزې چارې یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.