د جوزجان ولایت امنیتي منسوبینو ته ۵۰ موټرسایکلونه ووېشل شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۸:۵۴
asdf

​د جوزجان ولایت د امنیه قوماندانۍ مسوولینو د غوره امنیت د تامین، جنايي جرمونو او ترافیکي پېښو ته د پر وخت رسېدنې په موخه، د دغې قوماندانۍ امنیتي منسوبینو ته ۵۰ موټرسایکلونه ووېشل.
​امنیتي ځواکونه به له دغو وسایطو څخه په ګزمو، عملیاتي چارو او په لږ وخت کې د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې ګټه پورته کړي.