په هلمند کې لویه اندازه وسلې او پوځي تجهیزات ضبط او ونیول شول
د هلمند ولایت د امنیې قومندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د تېرو پنځو میاشتو په ترڅ کې د لښکرګاه ښار او د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې ۹۱ میله وسلې او د پوځي تجهیزاتو یوه لویه اندازه کشف او ضبط کړې ده.
په ترلاسه شویو وسلو او مهماتو کې ۵۹ میله تومانچې، ۸ میله کلاشینکوفونه، ۲۱ میله کمرشکن ټوپکونه، ۲ میله ماشینکوف (TT)، ۱ راکټانداز، ۱٬۹۶۷ د لېزر څراغونه، ۴ زغروال سپرونه، ګڼ شمېر پوځي انتنونه، د سپکو او درنو وسلو زرګونه مرمۍ او همدارنګه د پوځي تجهیزاتو یوه بله لویه اندازه شامله ده.
د یادې قضیې په تړاو ۳۰ تنه نیول شوي، چې غوښتل یې دغه وسلې په ناقانونه توګه له ځان سره ولېږدوي. د نیول شویو کسانو دوسیې له بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.