په هرات کې ۱۰ د ځمکې لاندې ارزښتناکو توکو پلټونکې دستګاوې ترلاسه شوې

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۱۳
asdfas

د هرات ولایت د لویې لارې کنډک منسوبینو، د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د اسلام کلا پر لاره ۱۰ دانې هغه دستګاوې کشف او ترلاسه کړې چې تر ځمکې لاندې د قیمتي اجناسو او لرغونو اثارو د پلټلو لپاره کارول کېږي.
د دې قضیې په تړاو یو تن نیول شوی او د زیاتو څېړنو او قانوني پړاوونو د څېړلو لپاره عدلي او قضایي بنسټونو ته معرفي شوی دی.