په ننګرهار ولایت کې یو غل له غلا شویو پيسو سره یوځای ونیول شو
د ننګرهار ولایت د جلالاباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې ځواکونو د ګړندیو عملیاتو په پایله کې، یو وسله وال غل د ۳ میلیونه او ۲۵۰ زره پاکستانۍ کلدارو او یو سلو شل زره افغانیو د غلا په تړاو لاس په لاس ونیوه. دغه غله د جلالاباد ښار د بهسودو پُل په سیمه کې یو صراف څارلی و او د تومانچې په کارولو سره یې ترې یادې پيسې غلا کړې وې، چې د کشفي هڅو په پايله کې له غلا شویو پيسو او یوې میل تومانچې سره یوځای ونیول شو. نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی چې د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته به یې دوسیه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.