په خوست ولایت کې ۱۴ زره نشه‌يي ګولۍ کشف او ضبط شوې

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۶
sfdf

د خوست ولایت د نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د هدفي عملیاتو په ترڅ کې، یو تن له ۱۴ زره د نشه‌يي ګولیو(ټابلیټونو) سره یوځای نیول شوی دی.

نیول شوی کس د پولیسو تر څارنې لاندې دی چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.