غزني کې د سړک غاړې ماینونو د جوړولو یو پټنځای کشف شو

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۳ - ۱۲:۲۸
7

ملي پولیسو د غزني ښار د دویمې حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د تلوېزیون جوړونې د کار ځای تر نامه لاندې یوه هټۍ چې د سړک غاړې ماینونو په جوړولو کې ترې ګټه اخیستل کېده، کشف کړې ده.
له یادې هټۍ څخه د یو کړۍ ماین سربېره چې په یو پایه تلوېزیون کې د ترورېستي پېښو په موخه په ځیرک ډول ځای پر ځای شوی و، یو اندازه نور وسایل او چاودېدونکي توکي هم چې د ماینونو په جوړولو کې تر استفاده کېږي، کشف او ترلاسه شوي دي. 
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو د دې هټۍ څښتن او درې نور همکاران یې نیول شوي دي.
بلخوا؛ ملي پولیسو د لغمان او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې د دوه بېلو عملیاتو په پایله کې دوه کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
ترهګرو یاد ماینونه د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار او همدارنګه د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار د درېیمې حوزې په اړوند سیمو کې د ملکي مرګ ژوبلې په پار ځای پر ځای کړي وو.