د لغمان والي د کورنیو چارو وزارت له لومړي مرستیال سره وکتل

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۳۸
asdfasf

د لغمان ولایت والي، الحاج قاري بختیار معاذ، کابل ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کورنیو چارو وزارت له لومړي مرستیال او کفیل، الحاج مولوي محمد نبي عمري، سره وکتل.

په دې لیدنه کې د لغمان والي وویل، د دغه ولایت مجاهدین او اوسېدونکي په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ دي او د دغو ستونزو د حل لپاره یې د کورنیو چارو وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال او کفیل، الحاج مولوي محمد نبي عمري، د لغمان والي د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه او د هغوی هواری ځانګړې پاملرنه غواړي.

نوموړي زیاته کړه، د لغمان اوسېدونکي فداکار او خدمت‌ګاره خلک دي او د کورنیو چارو وزارت به د خپلو امکاناتو او صلاحیتونو په چوکاټ کې د هغوی د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.