د افغانستان د کورنیو چارو  سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د مالیزیا هيواد د کورنیو، بهرنیو چارو او دفاع وزارت استازو او د لومړي وزیر د دفتر سلاکارانو سره پرون په کابل کې وکتل.

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۹:۴۸
sfsff

قدرمن خلیفه صاحب مېلمه پلاوي ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته وویل: افغانان الحمدلله د خپلې آزادۍ او وطن خاوندان دي. دلته امن ټینګ دی، د افغانانو تر منځ وحدت اعاده شوی دی. موږ ټولې نړۍ سره، بالخصوص اسلامي نړۍ سره نږدې اړیکې او تعامل غواړو. مالیزیا یو پرمختللی اسلامي هېواد دی، موږ یې باید له هغو تجربو څخه چې زموږ جغرافیې او تاریخي موقعیت سره پخلا دي، استفاده وکړو. 

راغلي پلاوي قدرمن خلیفه صاحب ته د مالیزیا لومړي وزیر سلامونه او نیکي هیلې وړاندې کړې. مېرمن داتو دوکتور شازلینا، د سایبري امنیت او ډیجیټلي جرمونو په برخه کې د مالیزیا د هڅو او ظرفیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه چې د موجوده نظام سره به تجربې شریکې کړي.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د کورنيو چارو وزارتونو ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې، د پوليسو روزنې او د دواړو لورو ترمنځ د همکاريو او تجربو د تبادلې په باب خبرې وشوې.