د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني پنجشېر ته سفر وکړ

moi-af
Sat, Aug 22 2026 2:46 PM
شیسبشبس

د کورنیو چارو وزارت وزیر قدرمن خلیفه سراج‌الدین حقاني پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او په ولایت مقام کې یې د دغه ولایت له بېلابېلو ولسوالیو راغلو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

په دې کتنه کې قومي مشرانو او مخورو خپلې ستونزې، غوښتنې او مشورې له خلیفه صاحب سره شریکې کړې.

خلیفه صاحب د هغوی خبرې واورېدې او د مطرح شوو مسایلو د حل او اړوندو ستونزو ته د رسېدنې په موخه یې مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.