ترهګرو طالبانو د ماین پاکۍ پر کارکوونکو ډزې کړې

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۰:۹
۶

څرنګه چې ترهګرو طالبانو د ماین پاکۍ د کارکوونکو د مصوونیت ادعا کوله، خو د تل په څېر یې یو ځل بیا جنایت ترسره کړ او په ډزو یې شهیدان او ټپیان کړل.
تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې ترهګر طالبان د ماین پاکانو یوه کمپ ته دننه شوي او پر ماین پاکانو یې ډزې کړې، چې د لومړني راپور له مخې ۱۰ تنه شهیدان او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.
یاده پېښه د بغلان مرکزي ولسوالۍ په شیخ جلال سیمه کې رامنځته شوې ده.
د طالب ترهګرو  دا ادعا چې د خدماتي بنسټونو کارکوونکي خوندي دي، یوازې غولونکې او پڅه ادعا ده. دې ډلې په وار وار د خدماتي بنسټونو کارکوونکي په نښه کړي دي. د خدمت رسونې او اکاډمیک بنسټونه او همدارنګه مقدس ځایونه جنګي مصوونیت لري؛ خو ترهګر طالبان د ټولو انساني او بشري ارزښتونو پر خلاف د دې ځایونو او بې ګناه خلکو پر وړاندې خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي.