د میدان‌وردک په بهسود ولسوالۍ کې د لاریونونو د څېړنې په تړاو درېیمه شمېره اعلامیه

jamil-moi
7

کورنیو چارو وزارت د میدان‌وردک ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د ترسره شویو لاریونونو په اړه د څېړونکي پلاوي د موندنو پر بنسټ خپلې ارزونې په ټولیز ډول ترسره کړې دي.
د ارزونو او یادو راپورونو له مخې؛ په بهسود ولسوالۍ کې د ۱۳۹۹یم کال د سلواغې په ۱۰مه د جمعې پر ورځ د ترسره شویو لاریونونو ګډونوال غیرمسلح کسان وو. کله چې لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، نو له امله یې ۱۱ تنه ملکیان شهیدان شوي او ۳۱ تنه ژوبل دي.
کورنیو چارو وزارت د همدې قضیې په تړاو د میدان‌وردکو د امنیه قوماندان دنده ځنډولې او قضیې یې څارنوالۍ ته لېږدولې، څو د قانون په رڼا کې په بنسټیز ډول وارزول شي او عدالت تامین شي.
کورنیو چارو وزارت په یاد قضیه کې زموږ د هېوادوالو د شهادت او ژوبلې په تړاو د دوی کورنیو ته د تسلیت او خواخوږۍ ژور مراتب وړاندې کوي او ټپيانو ته یې د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوي. د دې پېښې ټپيان د پولیسو په ۳۰۰ بستریز روغتون کې په وړیا ډول تر درملنې لاندې دي او د بهسود پېښې د شهیدانو کورنیو ته به جدي رسېدنه وشي.
کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي، چې د حصې اول او دویم ولسوالۍ اداري واحدونه به بیاځلي فعال شي او خپلو هېوادوالو ته به چوپړتیاوې وړاندې کړي.

مطبوعاتي اعلامیې

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۸:۵۶
Background image

خبرتيا!

د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی ریاست په هېواد کې د پولیسو پر فعالیتونو څارنه کوي او په هېواد کې د کورنیو چارو وزارت له لوري وړاندې کېدونکو چوپړتياوو

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳۱ - ۱۴:۵۰
Background image

خبرتیا!

د هغو موټرسایکلونو مالکینو او متصرفینو ته چې تر اوسه یې موټرسایکلونه جوازسیر او نمبر پلیټ نه لري (ګمرک یا مستوفیت) کې نه دي محصول شوي، یعنې یو کیلي

Back to announcements