بغلان کې د مهماتو د قاچاق په تړاو د یو کس د نیول کېدو سربېره؛ په پکتیکا کې د میزاییلو د توغونې یوه وسیله کشف او ترلاسه شوه

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۹ - ۱۲:۲۵
9

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د مزاییلو د توغونې د یوې وسیلې په ګډون؛ اوه ډزه د هاوان ګولۍ، څلور ډزه توغندي، څلور کړۍ ماینونه او شپږ قبضې لاسي بمونه کشف او ترلاسه کړي دي.
همداراز؛ په بغلان ولایت کې د پولیسو د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې یو کس د مهماتو د قاچاق په تړاو نیول شوی دی.
یاد کس په یوه کرولا ډوله موټر کې د درنو وسلو ۱۹ ډزه ګولۍ او همدارنګه د پیکا ۱۵۰۰ ډزه ګولۍ د قاچاق په موخه په ځیرک ډول ځای پر ځای کړې وې، چې د پلخمري ښار د پنځمې حوزې په اړوند سیمو کې نیول شوی دی.