ستر امنیتي معین یو ځل بیا د کابل امنیتي مسوولینو ته دستور ورکړ، چې د "امنیتي میثاق" په تطبیق کې جدي عمل وکړي

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۶ - ۹:۱۷
9

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د کابل امنیتي مسوولینو ته دستور ورکړ، چې د "امنیتي میثاق" د پلې کېدو په برخه کې خپل فعالیتونه لا زیات او ګړندي کړي.
ستر امنیتي معین د امنیتي میثاق د تطبیق چارې د قناعت وړ ونه بللې او امنیتي چارواکو ته یې کلکه سپارښتنه وکړه، چې پدې برخه کې هېڅ ډول غفلت او ځان غولونه د منلو وړ نده او له دې وروسته چې هر چا په امنیتي چارو کې غفلت وکړ د پولیسو له لیکو به مخه ښه کوي.
ښاغلي قانع د جرمونو پر وړاندې د مبارزې رییس ته سپارښتنه وکړه چې یو ګډ ټيم دې جوړ کړي او ټول هغه ځایونه دې وڅېړي کوم چې د سیمېټي دېوالونو په وسیله بند شوي. دغه راز د سیمېټي دېوالونو له پلورونکو سره دې هم خبرې وشي، چې له دې وروسته د پولیسو له اجازې پرته هېڅ څوک دا اجازه نه لري چې سیمېټي دېوالونه وپلوري او که چېرې د پولیسو له اجازې پرته وپلورل شول، پر وړاندې به یې جدي قانوني چلند ترسره شي.