کندوز کې هغه کس چې د خپلې کورنۍ اوه غړي یې وژلي وو، ونیول شو

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۲/۷ - ۱۵:۱۱
01

د کندزو ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو هغه کس نیولی، چې تېره شپه یې د امام صاحب ولسوالۍ په "کنم" کلي کې د خپلې کورنۍ اوه غړي وژلي وو.
پولیسو د دې قضیې تر اطلاع وروسته خپلې ګړندۍ څېړنې پیل کړې، چې په پایله کې يې د دې قضيې په تړاو یو کس نیولی دی.
د کندوز پولیسو د لومړنیو څېړنو له مخې دا پېښه د کورنیو شخړو له کبله رامنځته شوې ده.
له دې کس څخه په یاد شوې قضیه کې د لاس لرلو په تړاو د کافي شواهدو د شتون برسېره؛ یو میل کلاشینکوف او یو قبضه تفنګچه هم ترلاسه شوي دي.