کابل کې د نشه يي توکو نهه پلورونکي ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د پنځو بېلو عملیاتو په ترڅ کې نهه تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي.
یاد کسان د کابل ښار د دویمې، درېیمې او دولسمې ناحیو له اړوند سیمو او بګرامي ولسوالۍ څخه نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو شمېر نشه يي توکي د چرسو، هیرویینو او شیشه له ډوله کشف او ضبط شوي دي.