کورنیو چارو وزارت کې د ساتنمنانو د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۲ - ۱۰:۳۵
d

کورنیو چارو وزارت کې د سترو ساتنمنانو د ظرفیت لوړونې په موخه سیمینار جوړ شو.
په یاد سیمینار کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوی پاسوال عبدالصبور قانع د سترو ساتنمنانو کړنې او لاسته راوړنې وستایلې او زیاته یې کړه، چې پولیس د انسانیت او بشریت لپاره جنګېږي او د دوی قربانۍ او سرښندنې د نړیوالې ټولنې د باور د لاسته راوړو لامل شوې.
لوی پاسوال عبدالصبور قانع د پولیسو له حقوقو په دفاع ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه ژمن دی؛ ترڅو د ملي پولیسو له ټولو حقوقو په پوره ډول کلکه دفاع وکړي او د ستونزو د هوارۍ لپاره یې هراړخیزې هڅې وکړي.
د دې ترڅنګ؛ د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ارکان حرب خوشحال سعادت ساتنمنان د پولیسو د لیکو اصلي وارثین وبلل او د ټولو ارشدو ساتنمنانو کړنې او لاسته راوړنې یې وستایلې ویې ویل، د ټولو ولایتونو امنیه قوماندانانو ته کلکه سپارښتنه کوم چې له دې وروسته دې د ولایتونو امنیه قوماندان په هرو امنیتي غونډو او مشورتي ناستو کې خپلو ارشدو ساتنمنانو ته اجازه ورکړي څو له دوی سره په امنیتي غونډو او مشورتي ناستو کې برخه واخلي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین له ارشدو ساتنمنانو مننه وکړه چې د یوې ځانګړې علاقې له مخې یې په جوړ شوي سیمینار کې ګډون وکړ او د دغه سیمینار له لارې یې پر خپلو ټولو ستونزو ریښتینې بحثونه وکړل.
وروسته د کورنیو چارو وزارت ارشدو ساتنمنانو قوماندان سید حسیب الله سیدزاده د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ته ډاډ ورکړ چې ارشد ساتنمنان به د خپلو اساسي مسوولیتونو له مخې خپل دندو ته لا جدي پاملرنه کوي.
په پای کې د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معین له لورې د سیمینار پر ګډونوالو باندې مډالونه او ستاینلیکونه وویشل شول.