ننګرهار کې یو شمېر غیرقانوني وسلې ونیول شوې.

hakimi-moi
جمعه ۱۳۹۸/۳/۱۷ - ۱۸:۱۶
1

پولیسو تېره ورځ د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې په اړوند ګامېش بېله قاسم اباد سیمه کې یو شمېر غیرقانوني وسلې ونیولې.
یادې وسلې په یوه کور کې دننه ځای پر ځای شوې وې، چې پکې یو میل کلاشینکوف، نهه شاجورونه، ۲۷۰ ډزه ګولۍ او اوه لاسي بمونه شامل وو.
نیول شوې وسلې د ننګرهار ولایت د اتمې امنیتي حوزې د منسوبینو له خوا تر پلټنو وروسته نیول شوې دي.