نیمروز کې ۲۷۸ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.
تېره ورځ د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي سره د مبارزې منسوبینو ۲۷۸ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.
نشه يي توکي د تریاکو له ډوله دي، چې د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ له ماککي کلي ضبط شوي دي.
تراوسه د دې قضیې په تړاو څوک ندي نیول شوي، خو د نیولو لپاره یې د پولیسو هڅې روانې دي.