ننګرهار کې دوه ماین خښوونکي نیول شوي.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۹ - ۱۰:۵۸
h

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې په اړوند سیمو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه ماین خښوونکي د قاري جاوېد او نعمت الله په نامه نیولي دي.
دې دوه ترهګرو د بریدونو او ترهګریزو پېښو او د سړک غاړې ماینونو په جوړولو کې لاس درلود.
له یادو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه، یو میل تفنګچه او یو شمېر نور نظامي تجهیزات د پولیسو لاسته ورغلي دي.