کابل او کندز کې اوه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیول شوي.

moi-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۵ - ۱۲:۱۲
a
له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.
همداراز د کندز ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي.
یاد کسان د کندز ولایت په علي اباد له ولسوالۍ کې نیول شوي چې ورڅخه نږدې ۱۱ کیلو ګرامه نشه يي توکي هم کشف او ضبط شوي دي.