په مرکزي بغلان کې د عمري څلور لارې د جوړېدو کار په رسمي ډول پیل شو
په مرکزي بغلان نوي ښار کې د عمري څلور لارې د جوړېدو کار د یوې غونډې په ترڅ کې د بغلان د والي الحاج مولوي عبدالله مختار او یو شمېر سیمهییزو مسوولینو له لوري په رسمي ډول پرانیستل شو.
په دې مراسمو کې د بغلان والي وویل چې اسلامي امارت د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو او هوساینې لپاره د بنسټیزو او ټولګټو پروژو پلي کولو ته ژمن دی. هغه زیاته کړه چې د ښارونو معیاري کول، د ترافیکي ستونزو هوارول او د عامه خدماتو پراختیا د مسوولینو له لومړیتوبونو څخه دي.
ښاغلي مختار ټینګار وکړ چې د داسې پروژو پلي کول نه یوازې د خلکو ورځنی ژوند اسانه کوي، بلکې د اقتصادي ودې، سوداګریزو فعالیتونو او ښاري پراختیا لپاره هم لاره هواروي.