کابل کې ۱۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د اتمې، لسمې، دیارلسمې، اولسمې او اتلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د وسله والې غلا، ژوبلې، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې او مغلوبه نښتې په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه دوه میله وسلې هم ترلاسه شوې دي.
د امنیتي میثاق له مخې د خلکو او پولیسو همکاري په جدي توګه دوام لري.
مجرمین په هېڅ ځای کې امن نشي پاتې کېدلی.