کابل کې دوه تنه د وژنې او غلا په تړاو ونیول شول.
کابل کې پولیسو دوه مشهور چپاولګران په نامه دې سیدفاضل مشهور په فاضل کور او صادق مشهور په برنجک نیولي.
یادو کسانو د کابل ښار په ۶، ۱۳ او ۱۸ ناحیو په اړوند سیمو کې په وژنو، د پیسو او موبایل په غلا او چپاولګرۍ لاس پورې کاوه.
فاضل کور او برنجک له مودو راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وو، چې پرون پداسې حال کې ونیول شول، کله چې یې د ۱۸ ناحیې اړوند د برچي په سرپل سیمه کې د مصطفی په نامه یو کس په ډزو وواژه او د ۱۸ حوزې د پولیسو له خوا له یو میل تفنګچې سره ونیول شول.