پولیسو د نشه يي توکو د پلور په تور پنځه تنه نیولي

farhadi-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۵ - ۱۱:۲۱
f


د کابل ولایت د نهمې او لسمې حوزو او د ارغندې چوک په اړوند سیمو کې، د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو د نشه يي توکو څلور پلورونکي نیولي. له یادو کسانو څخه یو شمېر نشه يي توکي او الکولي څښاک چې په یو موټر کې یې ځای پر ځای کړي وو؛ کشف او ضبط شوي دي.
د دې ترڅنګ؛ د فاریاب ولایت په میمنه ښار کې هم د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو، یو تن د نشه يي توکو د پلور په تور نیولی. له یاد کس څخه یو شمېر وسلې هم د ملي پولیسو لاسته ورغلې دي.