په ۳ ولایتونو کې؛ ۷۹معتادین راټول او ۳۳ تنه بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۳:۵۷
شسیبشسیب

د معتادینو د راټولولو د بهیر په دوام، دا ځل د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پولیسو ۶۱ تنه له کابل ښار، ۹ تنه له بلخ، او ۹ تنه نور له فراه ولایت څخه راټول او د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي.

همداراز، د بلخ د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پولیسو ۳۳تنه معتادین، چې مخکې له دې ولایت څخه راټول شوي وو، تر درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته وسپارل.