هرات کې یو کس د هدفي وژنو په تړاو ونیول شو
![6](/sites/default/files/2021-01/134543835_1903236476480907_2923141069119991957_o_25.jpg)
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په هرات ښار کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو کس چې د طالب ترهګرې ډلې غړیتوب یې درلود، د هدفي وژنو د سازماندهي په تړاو نیولی دی.
له دې کس څخه ترلاسه شوي شواهد او مدارک ښيي چې په هرات ښار کې یې د هدفي وژنو د سازماندهي مسوولیت پر غاړه درلود.