عسکر لواړه

بسم الله الرحمن الرحیم

زه د یو ژمن افغان بچي په توګه د افغانستان ټولو خلکو ته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د وسله والو قواوو په لیکو کې د ګډون سره د خدای په سوګند یادوم چې یو مسلکي، بانظم او دسپلینه، وفاداره او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ټولو اصول او قوانینو ته ژمن یم.

د ټولو قوماندانانو او آمرینو د لارښونې لاندې په هر وخت او هر ډول حالاتو کې د خپلو ملي ګټو، خپلواکۍ او اسلامي ارزښتونو ته په هر وخت او زمان کې پوره درناوی او پاملرنه وکړم هغه که د وینې د تویدو په بدل کې هم وي په دغه لاره کې به هیڅ راز سپمونه ونه کړم.

که د دغې لوړې څخه مې ملاتړ ونه کړ په هغه صورت کې دې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د قانون له مخې سزا راکړل شي.