شالید او تاریخچه


د پولیسو تشکیلات له پخوا راهیسې خپل ځای لري، تاریخي او نړیواله رېښه لري، لکه څنګه چې د پولیسو تشکیل په مصر کې څو زره کلنه مخینه لري او په بېلابېلو پړاوونو او د اسلام په لومړیو کې د العس چې د ساتونکي، ګزمې او تر خطا لاندې خلکو لپاره کارول کېږي؛ مانا ورکوي.
د حضرت محمد (ص) په وخت کې یې له صحابه کرامو یو تن چې سعد بن وقاص نومېده، د دندې په مشرۍ کې یې د ساتونکي په توګه وټاکه او د حضرت ابوبکر صدیق (رض) په وخت کې یې په یاده دنده کې عبدالله ابن مسعود وټاکه، تر څو امنیتي دندې پر مخ یوسي؛ تر دې چې په ښارونو کې د خلکو په زیاتېدو، د ښارونو او لارو په جوړېدو، د پوهې او تخنیک په پرمختګ، سوداګرۍ او اقتصاد، د ترافیکو پراختیا او د وخت په تېرېدو سره د پېښو او جرمونو څخه د مخنیوي په موخه منظم پولیس رامنځته شول؛ چې تشکیلات یې د نړۍ په کچه د (پولیس) په نامه یاد شول او د وخت په تېرېدو سره یې نړیواله بڼه غوره کړه.
زموږ په ګران هېواد افغانستان کې، د پولیس کلېمه د لومړي ځل لپاره په ۱۳۱۵ ه.ش کال کې د پولیسو د روزنتون په نامه یاد شوه، هغه مهال دې روزنتون د کابل ښار په مهتاب قلعې (پلې سوختې ته نږدې) سیمه کې موقعیت درلود؛ چې د آلماني استادانو له لوري یې د روزنې چارې پر مخ بېول کېدې، ټیک د امان الله خان په وخت او له دې مخکې چې د پولیسو تشکیل ډېر کوچنی و؛ د امنیه په نامه یادېده.
د دې روزنتون فارغینو به له نهو میاشتو زده کړې وروسته چې یو تعلمیي کال کېده؛ د صوبه لرونکي لقب خپلوه او د هغه وخت قومنداني یې د کوتوالۍ په نامه یادوله.
کوټوال د والي تر سیوري لاندې و، تر دې چې له ګڼو فراغتونو وروسته؛ پرېګړه په دې شوه چې د سوق او ښې ادارې په موخه د کورنیو چارو وزارت په اډاڼه کې د امنیه ریاست منظور شو، چې له ۱۳۲۱ ه.ش تر۱۳۲۶ ه.ش کاله په همدې نامه پاتې شو.
په ۱۳۲۶ ه.ش کال کې د امنیې ریاست د پولیسو د عمومي قومندانۍ او ژاندارم په نامه یاد شو، چې په دې اساس د کورني امنیت چارې د پولیسو او د هېواد د سرحدونو امنیت د ژاندرام په غاړې وې.
د پولیس کلېمه نړیواله منل شوې کلېمه ده، چې د پولیسو په تشکیل کې شامل غړي د هېواد د قانون ملاتړي او د عامه نظم او امن ساتونکي دي.
له دې مخکې په ۱۳۲۶ ه.ش کال کې د حربي ښوونځي او حربي پوهنتون ډېری افسران هم د پولیسو په روزنتون کې روزل کېدل او د پولیسو په توګه یې خلکو ته چوپړتیاوې وړاندې کولې؛ تر دې چې د کابل په افشارو سیمه کې د پولیسو اکاډمي جوړه او د لا ښو روزنو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د هغه وخت د پولیسو په اکاډمۍ کې درې ډوله روزنې ورکول کېدلې:

  1.  درې کلنې زده کړې چې د پولیسو لېسانس کچه وه، دوهم څارن به د اردو له دوهم بریدمن سره یوشان و.
  2.  د پوهنې د نهم ټولګي د فارغینو درې کلنې زده کړې چې د ساتنوال په نامه له څلورو پلېتونو سره فارغېدل یعنې مرستیالان.
  3.  د شپږم ټولګي فارغین چې نهه میاشتې زده کړې ورکول کېدې او د دریم ساتنمن په حیث یې خپله دنده ترسره کوله، د دوی زده کړې به د جرمني او افغاني ښوونکو له لوري پر مخ بېول کېدې.

په ۱۳۵۲ ه.ش کال کې د شهید سردار محمد داوود خان د جمهورۍ پر مهال د هېواد ځینې قانونونه او نافذه مقررات لغوه، تعدیل او یا تنقیض شول، چې له هغې ډلې د پولیسو درې کلنې زده کړې وې؛ چې په لاندې زده کړو بدلې شوې:

  1.   د دولسم ټولګي فارغین د کانکور له آزموینې وروسته، صحي معایناتو، د قد اندازه او د اندام د روغتیا، په سیاسي حزبونو کې د غړیتوب ونډې نه درلودل، د جزايي دوسیې نه درلودل او له هېواد سره د مینې او ریښتینولي درلودل د پولیسو په اکاډمۍ کې د شمولیت شرطونه وو، چې فارغین د یوې ښوونیزې دورې په پای ته رسولو سره د دریم ساتنمن په رتبه بکلوریا پاس او له خدمت دورې وروسته دوهم ټولګي کې شاملېدل او په همدې توګه د دریم ټولګي په پای ته رسولو سره د آزموینو په بریالۍ توګه پای ته رسولو د دوهم څارن په رتبه فارغېدل.
  2.  د نهم ټولګي فارغین یوازې له نهو میاشتو زده کړو وروسته د دریم ساتنمن د رتبې په ترلاسه کولو او په همدې ډول د هرو څلورو کلونو په درشل کې د یوې ترفېع رتبې د دوهم، لومړي او د یوه کورس په پای ته رسولو سره د سر ساتنمن او یا د هغې معادل ساتنوال په ډول فارغېږي.
  3.  د پولیسو د یونېفورم البسه هغه وخت په تیره فولادي ډول او کرتۍ یې له کمربند پرته وه.
  4. د جنرالانو یوازې تور رنګه خولۍ او پطلون او فولادي کرتۍ درلوده او په ځانګړو فورمونو او نښو بېل شوي وو.
  5.  پولیسو د قومندان او ژاندارم تر امر لاندې دنده ترسره کوله.
  6. د پولیسو بېلابېل ټولګي او برخې عبارت دي له: د امنیت عمومي آمریتونه، ټرافیک، پاسپورت، سرحدي، پېژنتون، تخنیک، مخابره، محبوسین، حرکتونه، جنایي، استخبارات او داسې نور چې د اهمیت وړ وو.

د ثور اوومه ۱۳۵۷ ه.ش (نهم د تلې) وروسته د پولیس نوم په څارندوی بدل شو، یو تن محصل یو تن محصل د درې کالو فراغت دیپلوم حاصلوو او د څارندوی له اکاډمۍ د دوهم څارن په توګه فارغېده او د امني پولیسو، جنايي، سرحدي، ټرافیک او سیاسي پوهنځۍ یې درلودې.

  1.  نښې او فورمونه په خپل حال، د خولۍ نښې او د البسې رنګ بدلېدونکی وو.
  2.  د پولیسو قومنداني او ژاندارم تر شپږم د جدي ۱۳۵۸ نومول شوی و، خو له هغې وروسته د امنیتي چارو د معینیت په نامه یاد شو  او په ۶۹ کلونو کې دا پست د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیالۍ ته واوړېده.
  3.  په ۱۳۷۱ کال کې د افغانستان د اسلامي جمهورۍ په لومړي پړاو کې څارندوی خپل ځای بیا ترلاسه کړ او د پولیسو په نامه یاد شو، چې د تشکیلاتو په سر کې یې د پولیسو عمومي قومنداني او ژاندارم شتون درلود.
  4.  که څه هم د نورو دولتي بنسټونو په توګه کورنیو چارو وزارت هم د جګړې له کبله زیانمن شو؛ خو د موقت دولت له رامنځته کېدو وروسته ورو، ورو پولیس یو ځل بیا د ریفورم خواته راوګرځېده خو بیا هم د قناعت وړ نه وو.
  5.  تشکیلات بیا هم د تېر په څېر یو څه موده د پولیسو دقومندانۍ او ژاندارم او بیا د لومړي مرستیالۍ او ورپسې په ۱۳۸۸ کال کې د امنیتي چارو د ستر معینیت په نامه یاد شو، چې د عامه امن او محافظت د نافذ کوونکو او د قانون د پلې کوونکو له سرته رسوونکو شمېرل کېده.
  6.  د کورنیو چارو وزارت په ۱۳۸۸ کال کې څلور معینان په امنیتي برخو، اداري او د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې د تأمیناتو او د ستراتېژۍ او پالیسۍ په برخه کې درلود، چې هر یو یې په خپله ځانګړې برخه کې خپلې دندې ترسره کولې.