د کورنیو چارو وزیر ښاغلي ویس احمد "برمک" پېژندګلوي

وزیرد افغانستان د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر «انجنیر ویس احمد برمک» په ۱۳۵۱ لمریز کال د پنجشېر ولایت په رُخه ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې پرانېستې. نوموړي خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په سیدالناصري ښوونځۍ او د لېسې دورې زده کړې د نادریه او خواجه عبدالله انصاري په عالي لېسو کې پای ته رسولې.

نوموړي د کابل پوهنتون د انجنیري پوهنځۍ په مهندسۍ څانګه کې د لېسانس دورې له بشپړولو وروسته د لندن پوهنتون د ختیځو او افریقایي څېړنو په برخه کې د پرمختیايي څېړنو، قانون او غوره حکومتولی، د جګړو سیاسي اقتصاد، تاوتریخوالي، د ناورین مدیریت، له جګړو وروسته هېوادونو کې د بیا جوړولو او دولت جوړولو په برخو کې خپله ماسټري په بریالیتوب سره پای ته ورسوله.

ښاغلي برمک د ۱۳۷۴ او ۱۳۸۱ لمریز کلونو تر منځ له ګڼو نړیوالو بنسټونو لکه د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP)، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (UNOCHA)، د آی.آر.سي (IRC) نړیوالې مؤسسې او اکبر (ACBAR) موسسې سره د چارو په ګڼو مدیریتي، په بېړنیو حالاتو کې د بشري مرستو، همغږۍ او د کورنیو بېځایه شویو سره د دوی د اړتیاؤ د رفع کولو په برخه کې دندې سرته رسولې.

ښاغلي برمک په بهر کې د ماسټرۍ زده کړو له بشپړولو او هېواد ته د راستنېدو سره سم د ۱۳۸۱ لمریز کال له پیل څخه رانیولې د همدې کال تر پایه د پالیسیو د ارشد مشاور په حیث د کلیو د بیا جوړونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو او بنسټونو د جوړولو په برخه کې، ورپسې د کلیو لپاره د سړک جوړولو د ملي برنامې د اجرایوي رئیس په حیث او ورپسې د دوه پرلپسې کلونو لپاره د ملي پیوستون برنامې د اجرایوي رئیس او بالآخره له ۱۳۸۶ لمریز کال څخه تر ۱۳۹۰ لمریز کال د همدې وزارت د پروګرامونو (برنامو) د مرستیال وزیر په حیث دندې ترسره کړې. ښاغلي برمک په یاد وزارت کې د لویو ملي پروګرامونو لکه د سیمه ئیزې پراختیا ملي پروګرام، د کلیو د صنایعو ملي پروګرام، د کلیو د سړک جوړونې ملي پروګرام، د کرنې او کلیو د پراختیا د هر اړخیزې پراختیا ملي  پروګرام او د تجدید کېدونکې انرژۍ د ملي پروګرام په طرح او مدیریت کې بنسټیز رول لوبولی.

ویس احمد برمک د ۱۳۹۰ څخه تر ۱۳۹۲ لمریز کلونو پورې د کلیو د بیا جوړونې او پراختیا وزارت کې د وزیر په حیث دنده ترسره کړې، نوموړي په عین وخت کې چې د یاد وزارت مسؤلیت په غاړه درلود، د پېښو په وړاندې د مبارزې تر نوم لاندې د دولتي کمیسیون د مرستیالۍ، د کرنې او د کلیو د پراختیا کلسټر تر منځ د همغږي کوونکي او د افغانستان د کوچنیو پورونو (قرضونو) سکټور د بورډ د رئیس په حیث هم دندې ترسره کړې.

نوموړي همدارنګه د کلیو د بیا جوړونې او پراختیا وزارت د مدیریتي چارو تر څنګ د افغانستان د پرمختیايي او ملي سټراټیژۍ په طرح، تدوین او ډیزاین کې کې د پام وړ ونډه درلوده. ښاغلي برمک همدا راز د ولسوالیو او ولایتونو په کچه د پرمختیایي کلسټرونو په طرح او ډیزاین کې فعاله ونډه درلوده. ښاغلي برمک د خپلو اجرایوي مسؤلیتونو تر څنګ پانګه اچوونکو ته د کوچنیو پورونو د ریاست مسؤلیت هم په غاړه درلوده. ښاغلي برمک د دې ټولو تر څنګ افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو د لېږد په ملي پروسه کې د امنیتي سټراتيژۍ د طرحې، تدوین او پرمختیا په برخه کې د پام وړ ونډه درلوده. ویس احمد برمک د کلیو د بیا جوړونې او پراختیا په وزارت کې د مسؤلیت تر څنګ له امنیتي سکټورونو سره موازي د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د امنیت او ټیکاو د ټینګښت، د متوازن پرمختګ او امنیت د اړیکو په نظر کې نیولو سره او له امنیتي مسؤلینو سره په نږدې همغږۍ په مختلفو برخو کې کار کاوه چې پدې برخه کې یې په تېره بیا د خلکو او حکومت تر منځ د رغنده اړیکو په رغولو کې د پام وړ لاسته راوړنې هم درلودې.

د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې ښاغلي برمک د دریو میاشتو لپاره په غوره حکومتولۍ او امنیتي چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي په حیث او وروسته یې د پېښو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د ولسمشر د ځانګړي استازي په حیث دنده ترسره کړې. نوموړي وروسته د ملګرو ملتونو د نړیوال وجهي صندوق لپاره د کرنې په برخه کې د مېشت استازي په حیث دنده ترسره کړې. ښاغلي برمک د ۱۴۹۴ لمریز کال د تلې میاشتې له ۲۴ مې نېټې څخه د ۱۳۹۶ لمریز کال د زمري میاشتې تر ۲۲ مې نېټې د دولت لخوا د پېښو په وړاندې د مبارزې د وزیر په حیث دنده ترسره کړې.  ښاغلي برمک د ۱۳۹۶ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۲ مه نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د فرمان له مخې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په حیث وټاکل شو او د ۱۳۹۶ کال د لیندې په ۱۳مه نېټه یې له پارلمان څخه باور رایه ترلاسه کړه. ښاغلي برمک هوډ لري چې د یو لړ پرمختللو پرمختیایي او اصلاحي پروګرامونو پر مټ د کورنیو چارو وزارت په امنیتي برخه کې د کلیدي بنسټ په حیث د پولیسو دندې او بنسټیز مکلفیتونه له تعریف شویو او معاصرو معیارونو سره برابر کړي، تر څو دا بنسټ له نورو امنیتي بنسټونو سره په ګډه همکارۍ او د خلکو په نېغه مرسته د خلکو د فزیکي او روحي خوندیتوب، ټولنیز ټیکاو، په ټولنیزو او اقتصادي برخو کې د پرمختګ لپاره د خوندي چاپېریال رامنځته کولو لپاره د غوره حکومتولۍ د ارزښتونو په رڼا او د قانون د حاکمیت په برخو کې خپله دنده په اغېزمنه توګه سرته ورسوی.