د کورنیو چارو وزیر د سره صلیب له نماینده هيئت سره ليدنه وکړه

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۰ - ۹:۵۷

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني حفظه الله د خپل کار په دفتر کې د نړیوال  سره صلیب له نماینده هيئت سره ليدنه وکړه.
د نړیوال سور صلیب نماینده هيئت چې مشري يې الوا فیلیون کوله، لومړی يې د کورنیو چارو وزارت څخه مننه وکړه چې په ټول هیواد کې يې د دوي امنیت خوندي کړی، ورپسې يې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د خپلو فعالیتونو ګذارش کورنیو چارو وزیر ته وړاندې کړ.

الوا فیلیون زیاته کړه: موږ له دیرشو کلونو راهيسې د افغان معلولينو ته خدمات وړاندې کوو همدا ډول په افغانستان کې په ۲۳ روغتونونو کې خپل صحي خدمات مخکې وړو.

فیلون وویل:  موږ د هیواد په ټولو زندانونو کې د بنديانو لپاره غذايي مواد تهیه کوو او اماده یو چې د کورنیو چارو وزارت د بندیخانو لپاره د ساتونکو پوليسو لپاره په روزنيزو کورسونو کې مرسته وکړو.

وروسته د کورنیو چارو محترم وزیر د سور صلیب نماينده هيئت د هڅو ستاینه وکړه او دوي يې وهڅول چې د بې وزله افغانانو لا ډیره مرسته وکړي.
د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه حفظه الله وویل: نړیوالو بشري ادارو ته ښه فرصت دی چې د افغانانو سره مرسته وکړي ځکه اوس د دوي امنیت تضمين شوی او د هیواد په هر ګوټ کې ډاډه خپل فعالیت ترسره کولای شي.