د پولیسو د ملاټر ریاست

عکس

 

 

   

 

 

کله چې تاسو د پولیسو یونیفورم اغوندی، ډاډه اوسئ چې ستاسو او ستاسو د کورنیو لپاره غوره راتلونکی تضمین زموږ مسئولیت دی او تل به ستاسو ملاتړ کوو، موږ ستاسو ترڅنګ ولاړ یو.
"سمونوال نوید "کاووسی"
______________________________________________________________________________
د ریاست پېژندنه:
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د قانون او نظم ساتلو، په هېواد کې د امنیت تامینولو او د جرمونو پر وړاندې د مبارزې مسئولیت لري، همدارنګه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مسئول هم دی، د دغه لارښود یوه برخه دا تضمینوي، چې د افغانستان د زړورو ملي پولیسو د کورنۍ غړي هم نارینه او ښځینه دواړو ته پاملرنه او د اړتیا پرمهال مرسته او رسیدګي صورت ونیسي، چې په دغه پاملرنو کې د برحاله پولیسو کورنۍ هم شاملې دي. هغو منسوبینو چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا په دفاع کې خپل ژوند د لاسه ورکړی او هغه منسوبین چې په دې لاره کې معلول، اسیر او لادرک هم شامل دی.
په دې اړه د کورنیو چارو وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت په تشکیلاتي چوکاټ کې د پولیسو د ملاټر تر عنوان لاندې ریاست تاسیس کړ، ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې د پولیسو کورنیو ته رسیدنه ملاټړ او لومړیتوب ورکړل شي.،د پولیسو د ملاټړ ریاست پخوا د شهیدانو او معلولینو د ادارې په نوم پېژندل کېده، په لاندې برخو کې د ملاټر خدمتونه وړاندې کوي.
1)    مالي مرستې
2)    روغتایي خدمتونه
3)    حقوقي مرستې
4)    کارموندنه
5)    تحصیلي او تعلیمي خدمتونه
په دې وروستیو کې د پولیسو د ملاتړ ریاست د دې لپاره چې د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د ورپېښې ستونزې او ننګونې حل کړي د پېرودونکو د خدمتونو( کال سنتر) رامنځته کړ، چې په عملي ډول یې فعالیت پیل کړی، په دې برخه کې د شهیدانو وارثینو ته د هغوی د عزیزانو د شهادت خبرتیا ورکول کېږي او همدارنګه د هغوی حقوق او امتیازاتو ورکول هم شامل دی، خو په ټوله کې د شکایاتو او پوښتنو لپاره ځواب ویل د اړتیا واضطراري وخت کې.

په 1400 کال کې د پولیسو د ملاتړ ریاست لاسته راوړنې.
-    په معیاري بڼه د شهیدانو، معلولینو، اسیرانو او لادرکانو د مکمل معلوماتو ثبتولو لپاره د آنلاین ډېټابیس جوړول، پېچلي او پرمختللي ترڅو د شهیدانو د وارثینو او معلولینو د اسنادو پروسې ګړندۍ کړي او همدا راز د معلوماتو او ځینو نورو اسنادو ته فوري او یا ګړندی لاسرسی.
-    د شهیدانو د وارثینو او معلولینو د اداري اسنادو ساده سازي او د دوی د حقوقو او امتیازاتو ته په وخت سره رسیدګۍ لپاره د پولیسو د حمایت مرکز یا عامه خدمتونه جوړول.
-    په ټاکلي او معین وخت کې د شهیدانو وارثینو او معلولینو د حقوق او د امتیاز ورکولو د اطمینان حاصلولو لپاره د پولیسو د اړیکو نیولو مرکز جوړول. 
-    د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عالي مقام د فرمان پلي کولو په اساس، په ټاکلي او معین وخت کې د شهیدانو وارثینو او معلولینو لپاره د سل سلنې اکرامیې ورکړه.
-    د معلولینو پولیسو د کورنیو لپاره د ملاتړ او رسیدګۍ لپاره د 40 هغو معلولینو ګمارنه چې د اداري او کمپیوتر په برخه کې د کارکولو توانايي لرله د دې ریاست د پیشنهاد په اساس او د کورنیو چارو وزارت د احکامو پر بنسټ د باالمقطع کارکوونکي په توګه.
-    د ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په خاطر د زده کړو برنامه په لاره اچول غوره او موثریت، د شهیدانو وارثینو او معلولینو د حقوق او امتیاز د ورکړې لپار د نورو څانګو سره د لازمې همغږۍ رامینځته کول.
-    د شهیدانو او معلولینو د کورنیو لپاره 500 د مکتوبونو بورسونو ورکول.


د اړتیا پر مهال په لاندې پتو موږ سره اړیکه ونسی.

د پولیسو د ملاټر ریاست د ا‌ړیکې شمېره:۰۲۰۲۲۱۲۴۹۴
د پولیسو د ملاټر ریاست د رئیس د اړیکې شمېره:۰۷۹۶۱۳۳۰۳۳
د پولیسو د ملاټر ریاست د مرستیال د اړیکې شېره:۰۷۹۱۲۴۴۷۰۰