د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۹ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۹ - ۱۰:۵۲
7

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، نیمروز، بلخ، هرات او خوست ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې نهه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ کابل کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق، نیمروز کې د نشه يي توکو یو قاچاقبر او یو پلورونکی، بلخ کې هم یو پلورونکی، هرات ولایت کې دوه تنه او خوست کې هم یو کس له ۴۵ کیلوګرامه تریاکو، پنځه کیلوګرامه چرسو او یو اندزه هیرویینو او ښيښه سره یو ځای نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.