د میدان‌وردک په بهسود ولسوالۍ کې د لاریونونو د څېړنې په تړاو درېیمه شمېره اعلامیه

jamil-moi
7

کورنیو چارو وزارت د میدان‌وردک ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د ترسره شویو لاریونونو په اړه د څېړونکي پلاوي د موندنو پر بنسټ خپلې ارزونې په ټولیز ډول ترسره کړې دي.
د ارزونو او یادو راپورونو له مخې؛ په بهسود ولسوالۍ کې د ۱۳۹۹یم کال د سلواغې په ۱۰مه د جمعې پر ورځ د ترسره شویو لاریونونو ګډونوال غیرمسلح کسان وو. کله چې لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، نو له امله یې ۱۱ تنه ملکیان شهیدان شوي او ۳۱ تنه ژوبل دي.
کورنیو چارو وزارت د همدې قضیې په تړاو د میدان‌وردکو د امنیه قوماندان دنده ځنډولې او قضیې یې څارنوالۍ ته لېږدولې، څو د قانون په رڼا کې په بنسټیز ډول وارزول شي او عدالت تامین شي.
کورنیو چارو وزارت په یاد قضیه کې زموږ د هېوادوالو د شهادت او ژوبلې په تړاو د دوی کورنیو ته د تسلیت او خواخوږۍ ژور مراتب وړاندې کوي او ټپيانو ته یې د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوي. د دې پېښې ټپيان د پولیسو په ۳۰۰ بستریز روغتون کې په وړیا ډول تر درملنې لاندې دي او د بهسود پېښې د شهیدانو کورنیو ته به جدي رسېدنه وشي.
کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي، چې د حصې اول او دویم ولسوالۍ اداري واحدونه به بیاځلي فعال شي او خپلو هېوادوالو ته به چوپړتیاوې وړاندې کړي.

مطبوعاتي اعلامیې

شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۱۷:۲۸
Background image

د کورنیو چارو وزارت خبرتیا

د کورنیو چارو وزارت د منسوبینو، معلولینو او د پولیسو د شهیدانو د درنو کورنیو ستونزو او شکایتونو ته د رسېدنې په موخه؛ د ک

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۹ - ۹:۳۳
Background image

د ترافیک ریاست خبرتیا

له څنګه چې پوهېږئ د ښي شترېنګ وسایطو د ثبت او راجستر بهیر چارې روانې دي او اوس د ذیصلاح چارواکو له لوري د دې وسایطو طرزا

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۰:۴۲
Background image

د ترافیک ریاست خبرتیا

هغه درانه هېوادوال چې موټر یې په ګمرک کې درول شوي او تر دې دمخه په سیستم کې ثبت شوي، خبر ورکول کېږي څو د خپلو موټرو د قا

Back to announcements