د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو سرپرست وزیر بیوګرافي

ښاغلی محمد مسعود اندرابي د الحاج څارنپوه عبدالرسول اندرابي زوی چې د (۱۳۵۹هـ.ل کال د غویي په ۵مه/ د ۱۹۸۰ زېږدیز کال د اپرېل په ۲۴مه) نېټه د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ په ده‌صلاح کلي کې زېږدلی او اوس‌مهال د کابل ښار د شپږمې ناحیې اوسېدونکی دی.
ښاغلی اندرابي د لوی‌پاسوالۍ (ډګر‌جنرالۍ) نظامي رتبه لري. لېسانس زده‌کړې یې په ICT برخه او د ماسټرۍ کچې لوړې زده‌کړې یې د نړیوالو اطلاعاتو او خدماتو په برخه کې سرته رسولې دي.
محمد مسعود اندرابي له څو کلونو راهیسې په نظامي برخو کې دندې ترسره کړې او مسلکي کاري تجربې یې په لاندې ډول دي:
۱. یو کال یې د ا.ا.ج د ملي امنیت د عمومي ریاست د سرپرست په توګه دنده ترسره کړې؛
۲. څلور کاله یې د ا.ا.ج د ملي امنیت د عمومي ریاست د اوپراتیفي مرستیال په توګه دنده ترسره کړې؛
۳. دوه کاله یې د ا.ا.ج د ملي امنیت د عمومي ریاست د تخنیک او تکنالوژۍ د رییس په توګه دنده ترسره کړې؛
۴. یو کال یې د ا.ا.ج د ملي امنیت د عمومي ریاست د تخنیکي سلاکار په توګه دنده ترسره کړې؛
۵. څلور کاله یې په AIMS کې د اطلاعاتو مدیریت د خدماتو مسوول په توګه دنده ترسره کړې؛
۶. دوه کاله یې د ملګرو ملتونو په پراختیا برنامه UNDP کې د MIS د متخصص په توګه دنده ترسره کړې؛
۷. درې کاله یې په UNDP افغانستان کې د ډېټابېس د متخصص په توګه دنده ترسره کړې؛
۸. یو کال یې په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د همغږۍ (OCHA) له‌پاره د ملګرو ملتونو د ډېټابېس مسوول په توګه دنده ترسره کړې؛
او 
۹. د ۱۳۹۷ کال د سلواغې میاشتې راپدېخوا بیا د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه په دنده بوخت دی.
ښاغلی اندرابي په دري، پښتو، انګلېسي، اردو او عربي ژبو بشپړه بلدتیا لري.
تاسو کولای شئ د کورنیو چارو له سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي سره په مستقیم ډول د mmandarabi@gmail.com ایمېل لا لارې اړیکه ونیسئ.