خوست کې د جنايي جرمونو په تور څلور تنه نیول شوي.

moi-af
شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۴ - ۱۱:۲۹

خوست کې د وژنې او د نشه يي توکو د پلور په تور څلور تنه نیول شوي.
د خوست ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو، درې تنه د وژنې او یو تن د الکولي څښاکو د پلور په تور نیولي دي.
د وژنې په تور نیول شویو کسانو غوښتل چې دولتي کارکوونکي د بې غږه تفنګچې په وسیله موخه وګرځوي، چې موخې ته له رسېدو مخکې ونیول شول. همداراز د الکولي څښاکو د پلور په تور له نیول شوي کس څخه یو شمېر الکولي څښاک هم ضبط شوي دي.