اوو ولایتونو کې؛ پولیسو د جنایي جرمونو په تړاو ۱۶ تنه نیولي دي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۱:۹
fsfsfs

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو  په اوو ولایتونو کې د غلا، ټپي کولو، قاچاق او نورو جرمونو په تړاو ۱۶ تنه نیولي دي.
له منځه یې، تخار کې پنځه تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو، درې تنه د نشه یي توکو کارولو په تړاو په کاپیسا، یو غل په هرات، دوه تنه د درملو د قاچاق په تړاو په نیمروز، یو کس د یو بل تن په چاقو د وهلو په تړاو په سمنګان، یو تن په غزني کې د اتیا زره پاکستانۍ کالدارو د غلا په تړاو او په بلخ کې درې د موټرونو غله نیول شوي او دوه تنه نور له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي دي.