ارزګان کې د چاودېدونکو توکو یو پټنځای کشف شو

farhadi-moi
شنبه ۱۳۹۸/۲/۱۴ - ۱۱:۸
a

شنبه، د غوايي ۱۴مه ۱۳۹۸

د ملي پولیسو ځواکونو ارزګان ولایت کې د چاودېدونکو توکو یو پټنځای کشف او ضبط کړ.
یاد پټنځای د اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د ارزګان ولایت د مرکز اړوند ترینکوټ ښار په سرخم کلي کې کشف شو.
لاسته راغلو چاودېدونکي توکو او مهماتو کې ۱۲، ۲۰ کیلويي بشکې چاودېدونکي توکي، پنځه ډزه د مزاییل ګولۍ، ۲۷ ډزه راکټ ګولۍ، ۲۲ ډزه د هاوان ګولۍ او یو شمېر نور چاودېدونکي توکي شامل دي.
ترهګرو غوښتل له یادو چاودېدونکي توکو د ترهګریزو پېښو د سرته رسولو په موخه ګټنه وکړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې کشف شو.