Rights of the martyrs and missing persons

moi-af

 د ملي پولیسو د شهیدانو او ورک شویو د کورنیو د حقوقو او امتیازاتو  په اړه لنډ مالومات
 د ملي پولیسو د شهیدانو او ورک شویو د کورنیو لپاره د قانون په اساس، لاندې امتیازات ورکول کېږي.
د افسرانو، ساتنمنانو او سربازانو د کورنیو لپاره چې د دندې پر مهال شهید او یا ورک شوي وي، د وروستۍ تنخوا سره سم سل سلنه تقاعد له اجزاو او ضمایمو سره ورکول کېږي.
د شهیدانو د کورنیو لپاره مالي مرسته، د شهیدانو د کورنیو لپاره د ۱۲ میاشتو معادله تنخوا له اجزا او ضمایمو سره ورکول کېږي.
 د ملي پولیسو هغه افسران او ساتنمنان چې د جګړې پر مهال په شهادت رسېږي؛ د فوق العاده ترفېع وړ ګرځي.
په مرکز او ولایتونو کې د ځمکې وېش، د شهیدانو  د کورنیو لپاره اوه سلنه وړیا برخه ورکول کېږي.
د استوګنیزو آپارتمانونو وېش، د شهیدانو د کورنیو لپاره له دېرش سلنه تخفیف سره د اوه سلنې برخې ورکول.
 د شهیدانو او ورک شویو د کورنیو لپاره د تحصیلي بورسیو د اوه سلنې ورکړه.
په خصوصي موسساتو کې د شهیدانو او ورک شویو د کورنیو د زده کړې لپاره د اوه سلنې برخې ورکړه.
د شهیدانو او ورک شویو د کورنۍ لپاره د حج د فریضې د ترسره کولو لپاره د پینځه سلنې برخې ورکړه.
د شهید ورثې ته د هغې کفن کول، خښوول، لېږد او تسلیم.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د محترم مقام د ۴۲۸ ګڼه فرمان، نېټه ۱۳۸۹/۰۱/۲۶  له مخې او ۲۲۷۳ ګڼه فرمان، نېټه ۱۳۸۹/۰/۱۰  له مخې د سرپناه د رغولو په موخه د دوه سوه زور افغانیو ورکړه.
د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت ته د اسنادو د لېږد په موخه د (ش۱۲) ځانګړي فورم ډکول.
پورتني حقوق او امتیازات د شهید د کورنۍ له لوري د شرعي وثیقې د ترسره کولو وروسته هغوی ته ورکول کېږي.  
کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو د محترمې ورثې د شهیدانو او ورک شویو  چارو ته رسیدګي؛ په خپل لومړیتوب کې ځای ورکوي او د ملي پولیسو د شهیدانو او ورک شویو کورنیو ته خبر ورکول کېږي؛ چې د اسنادو د قانوني پړاوونو د ترسره کولو په صورت کې که چېرې له کومې ستونزې سره مخ شي نو له لاندې شمېرو سره دې اړیکه ونیسي او یا په مرکز او ولایتونو کې دې خپلې ستونزې له اړونده چارواکو سره شریکې کړي.

د شهیدانو او معلولینو د ریاست د اړیکې شمېرې:
د شهیدانو او معلولینو د ریاست رییس: ۰۷۹۶۱۳۳۰۳۳
د شهیدانو او معلولینو د ریاست مرستیال: ۰۷۰۰۶۵۲۵۷۹
د مطبوعاتو او عامه اړیکو ریاست: ۰۲۰۲۱۰۲۹۴۵
د پېژنتون ع ریاست: ۰۲۰۲۲۰۰۱۶۲
د پلټنې ع ریاست: ۰۲۰۲۲۰۰۱۶۲
د استخباراتو  ع ریاست: ۰۲۰۲۳۱۲۳۵۲
له جرمونو سره د مبارزې ع ریاست: ۰۲۰۲۲۱۰۱۶۸

مطبوعاتي اعلامیې

شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کورنیو چارو وزارت خبرتیا

له پولیسو د ملاتړ او پاملرنې ریاست د پولیسو د اتلو ځواکونو د شهیدانو او معلولینو د ورثو کاري چارو ته د غوره رسېدنې، د اس

چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۹ - ۱۲:۵۷
Background image

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح د موټرو پر کاروان د ننني ترهګریز برید په تړاو د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي اعلامیه

د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند "تایمني" څلورلارې سیمه کې نننی ت

دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د شهید اونۍ د درناوي مراسمو د نمانځنې کمېسیون اعلامیه

د شهید اونۍ د درناوي مراسمو د نمانځنې کمېسیون، د شهید اونۍ د رارسېدو په تېره بیا د هېواد د ملي اتل شهید احمدشاه مسعود د

Back to announcements