​په ۵ ولایتونو کې ۱۹ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۳
سشیبشیب

​د کونړ ولایت د امنیه قوماندانۍ د ځنګلونو د ساتنې د ځانګړې قطعې ځواکونو په نرنګ او دانګام ولسوالیو کې په جلا جلا عملیاتو کې، ۸ تنه د ځنګلي او قیمتي لرګیو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
​همدارنګه، د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په څو جلا جلا اقداماتو کې، ۴ تنه په نیمروز ولایت کې د تېلو د غلا په تړاو، ۳ تنه غله په غزني ولایت، ۲ تنه د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د یو میل پیکا او یو میل کلاشینکوف د غیرقانوني ساتلو په تړاو او ۲ تنه نور په جوزجان ولایت کې د قمار او جوارګرۍ په تړاو نیولي دي