کندهار کې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول.
د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د کندهار ښار د درېمې او دیارلسمې حوزو په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۴ کیلو ګرامه چرس، ۳۰۰ ګرامه هیرویین او ۸۰۰ ګرامه تریاک کشف او ترلاسه کړي دي.
د دې قضیې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي.