کابل کې د وسله والو حرفوي غلو یوه ډله ونیول شوه

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۹:۲۲
6

د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یوه چټک اوپراتیفي اقدام په ترڅ کې پینځه وسله وال حرفوي غله نیولي دي.
د وسله والو غلو یاده ډله له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وه او د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې یې د وسله والو غلاو په ګڼو قضیو کې لاس درلود، چې تېره ورځ د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې تر پېژندنې او لنډې وسله والې نښتې وروسته پداسې حال کې ونیول شوه چې دوه تنه ژوبل شوي وو.
له دې کسانو څخه یوه قبضه تفنګچه، دوه قبضې چاقوګاڼ او یو عراده موټر هم ترلاسه شوي دي.
د امنیتي میثاق په تطبیق کې د خلکو همکاري د عامه امن او نظم د ټینګښت لامل کېږي.