کابل کې د تېرې شپې د ترهګریزې پېښې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

rahimzai_moi

تېره شپه شاوخوا ۱۰:۴۰ بجې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د فیض محمد کاتب سړک په سیمه کې یوه ترهګر د "شهر دُبی" په هوټل کې داسې مهال له چاودېدونکو توکو یوه ډک واسکټ ته چاودنه ورکړه، چې په هوټل کې دننه د واده مراسمو جریان درلود.

په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ ملکیان شهیدان شوي او ۱۸۲ نور ټپيان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت اړونده بنسټونو ته سپارښتنه کړې، ترڅو د دې پېښې څرنګوالی وڅېړي او د پېښې وروستي جزییات به په تفصیل سره وړاندې کړي.

کورنیو چارو وزارت د دې پېښې د غندلو ترڅنګ دا یو غیرانساني، ضد بشري او د ټولو بشري موازینو خلاف عمل ګڼي او خپل د تسلیت او خواخوږۍ مراتب د افغانستان ټولو خلکو ته په ځانګړې توګه د شهیدانو کورنیو ته وړاندې کوي او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوي.

مطبوعاتي اعلامیې

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۵ - ۱۵:۳
Background image

د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډه اعلامیه

د افغانستان اسلامي جمهوریت د نافذه قوانینو پر بنسټ پر دولتي تأسیساتو برید، غصب او تخریب یې او همدارنګه د دولتي بنسټونو پ

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۴ - ۱۰:۴۷
Background image

د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ د عمومي قومندانۍ خبرتیا

د ملي پولیسو اکاډمۍ لپاره په شرایطو برابرو ټولو هغه کسانو ته چې د کانکور ازموینې د ملي ادارې له لارې یې په ازموینه کې ګډ

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۵ - ۱۳:۳۲
Background image

د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ د عمومي قومندانۍ خبرتیا

د هېواد په کچه د دولسم ټولګي ټولو هغه فارغینو ته چې د ملي پولیسو اکاډمۍ په څلور کلنه لېسانس دوره کې د شمولیت لپاره یې د

Back to announcements