کابل ولایت کې د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو د ۵۲ تنو نیول
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د څو جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې، ۵۲ تنه د کابل ولایت له اړونده سیمو څخه نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.
د نیول شویو کسانو څخه ۱۵ سوه دانې نشه یي ګولۍ، یوه اندازه چرس او شیشه ترلاسه شوې ده.