پکتیا کې یوه ښځه او مېړه د یو تن د وژلو په تور ونیول شول.

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۰ - ۱۵:۳۸

یوې ښځې او مېړه چې د پکتیا ولایت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې ژوند کاوه او هلته یې یو روغتیايي کلینیک درلود، دوی تېر کال د یوه تورن کس ورور وژلی و او د کور خواته یې خښ کړی و.
نیول شوې ښځې او مېړه خپل جرم منلی او ویلي دي، چې یاد کس یې د نامعلوم لامل له امله وژلی او بیا یې تر خاورو لاندې کړی.
د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت پولیسو د یادې قضیې جسد موندلی او ژر تر ژره به یې وارثینو ته وسپاري.