په معاملاتو کې د بهرنیو اسعارو په راکړه ورکړه د بندیز په اړه د کورنیو چارو وزارت خبرتیا

moi-af
df

په معاملاتو کې د بهرنیو اسعارو په راکړه ورکړه د بندیز په اړه د کورنیو چارو وزارت خبرتیا
 د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د پریکړې له مخې په بهرنیو اسعارو د ځمکو، کورونو، دوکانونو، مارکیټونو،سرایونو، اپارتمانونو، وسایلو، وسایطو، کرایه او ګروي اخیستل او پلورل په کلکه منع دي.
نو په دې اساس د کورنیو چارو وزارت د کابینې د پرېکړې د پلي کېدو په موخه د هېواد ټولو ولایتونو امنیه قوماندانیو او کشفي ارګانونو ته لارښوونه کیږي چې د یاد هدایت د تطبیق په موخه په دوامداره توګه څارنه او په کلکه مخنیوی وکړي.
د سرغړونې په صورت کې به له سرغړونکو سره د شریعت او قانون مطابق سخت چلند وشي.

مطبوعاتي اعلامیې

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۰:۴۴
Background image

د کندهار - هرات پر لویه لاره د ترافیکي پیښې له کبله د کورنیو چارو وزارت د خواخوږی پیغام!

په خواشینۍ سره چې نن سهار د کندهار - هرات پر لویه لاره د ترافیکي پیښې له کبله زمونږ یو شمیر هیوادوال شهیدان او یو شمیر نور ټپیان شوي.

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۱:۱۴
Background image

خبرتیا!

د اسلامي امارت د مشرتابه عالي مقام د (۱۵۲۰) ګڼه فرمان پر بنسټ او د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د هدایت له مخې د شخصي موټرونو خاوندانو ته خبر ورکول

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۱:۲۰
Background image

د کورنیو چارو وزارت پیغام

د وسلو ټولولو په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ د سولې ساتلو او د نړیوال امنیت په رامنځته کولو کې د کلیدي اقداماتو په توګه ځانګړی اهمیت لري.

Back to announcements