هرات کې ۲۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۵ - ۱۱:۳۶
6

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په اړوند سیمو کې ۲۰ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه: وسله والو غلاو، د لېږدوونکو وسایطو غلا، د غیرقانوني وسلو لېږدونې، د نشه يي توکو او الکولي څښاکو د پلور او تولید په تړاو نیولي دي.
دا کسان د تېرو پینځو ورځو په لړ کې نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه یو اندازه نشه يي توکي، غلا شوي وسایط، تجهیزات او بېلابېل ډوله وسلې هم ترلاسه شوي دي.
د امنیتي میثاق په تطبیق کې د خلکو همکاري د عامه امن او نظم د ټینګښت لامل کېږي.