غزني کې د ننۍ ترهګریزې پېښې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

hakimi-moi
111

نن سهار شاوخوا ۰۸:۳۰ بجې ترهګرو طالبانو د غزني ولایت د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند شامیر سیمه کې له چادېدونکو توکو یوه ډک مازدا موټر ته چاودنه ورکړې، چې په ترڅ کې یې د ملي امنیت د دوو سربازانو په ګډون زموږ څلور هېوادوال شهیدان شوي او د ملي امنیت د پنځو سربازانو د ټپي کېدو سربېره د سیمې ۱۳۹ نور ملکي وګړي، چې د ښونځي ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
ترهګر طالبان داسې مهال پدې ناوړه، د اسلام، ښونې او بشرضد په جنایتونو او بریدونو لاس پورې کوي، چې پدې وروستیو کې د هېواد یو شمېر مشران او متنفذین له طالبانو سره د سولې پر خبرو-اترو بوخت دي.
ترهګرو طالبانو د جګړې په ډګرونو کې تر پر له پسې ماتو وروسته تل په ملکي مرګ ژوبلو لاس پورې کړی او د ملکي خلکو ژوند ته د ګواښ په پېښولو سره یې خپله ناوړه څېره بربنډه کړې ده.
کورنیو چارو وزارت د ترهګرو طالبان دا برید چې ډېری مرګ ژوبله یې ملکیان او د ښونځي زده کوونکي دي، په کلکو ټکو غندي او د لوی خدای له درباره د پېښې شهیدانو ته فردوس جنت او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوي.

مطبوعاتي اعلامیې

شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۹ - ۹:۲۸
Background image

د کندهار پر امنیه قومندانۍ ترهګریز برید کې اوه بریدګر ووژل شول.

نن مازدیګر شاوخوا ۰۴:۳۰ بجې بریدګرو د کندهار ولایت پر امنیه قومندانۍ ترهګریز برید وکړ.

شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۹ - ۹:۲۳
Background image

د کابل پوهنتون دروازې ته څېرمه د موټر بم چاودنې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه!

نن سهار شاوخوا ۰۷:۳۰ بجې د کابل پوهنتون سویلي دروازې ته څېرمه موټر بم چاودنه شوې.

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۸ - ۹:۳۱
Background image

خبرتیا!

د کورنیو چارو وزارت د درنو منسوبینو ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره او د مشرانو، متنفذینو او د ملي شورا د درنو غړو د وخت د مخنی

Back to announcements